د تاوتریخوالي کمولو پړاو نن شپه ۱۲ بجې پیلېږي

د ملي امنیت شورا ویلي چې د «تاوتریخوالي کمولو» اووه ورځنی پړاو به نن شپه ۱۲ بجې پیل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل او طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو تایید کړې چې د تاوتریخوالي کمولو اووه ورځنی پړاو به نن شپه د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ پیل شي.

د ملي شورا د ویاند په وینا، دغه پړاو سراسري دی او د هېواد ټول ولایتونو او ولسوالۍ به په بر کې ونیسي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغان دولت د تاوتریخوالي کمولو پیلېدونکي اووه ورځني پړاو ته بشپړ چمتووالی لري.

د هغه په وینا، افغان دولت تمه لري چې د تاوتریخوالي کمولو دغه پړاو به د تلپاتې اوربند لامل شي.

له دې مخکې یوه امریکايي چارواکي ویلي و، که د تاوتریخوالي کمولو پړاو عملي شي، په راتلونکې یوه میاشت کې به بین‌الافغاني خبرې اترې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمدمسعود اندرابي هم د شنبې په ورځ ویلي و چې تر راتلونکیو پنځو ورځو پورې به د تاوتریخوالي کمولو پړاو پیل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند رسنیو ته ویلي: «افغان ځواکونه د خلکو، ښارونو او عامه بنسټونو دفاع ته پوره چمتووالی لري. زموږ تمه دا ده چې طالبان هم له دغه فرصت نه ګټه واخلي، څو له دې لارې وکولای شو تلپاتې اوربند ته ورسېږو.»

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام