د غزني امنیه قوماندانۍ: د اندړو ولسوالۍ پولیس په فساد کې ډوب دي

د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د اندړو ولسوالۍ د پولیسو د ضعیت د څېړلو له پاره هلته ورغلی و.

امرخېل په دې ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې د پراخ فساد موجودیت تایید کړ او د دې ولسوالۍ د راتلونکي په اړه یې اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل، چې د اندړو ولسوالۍ پولیس له نظامي تجهیزاتو او وسایطو څخه بې رحمانه او نامسووله ډول استفاده کوي او دغه چاره د جدي ستونزو لامل شوې ده.

د ده پر خبره، په دې لسوالۍ کې له سلو میلو زیاتې وسلې ورکې شوي دي او څو عرادې نظامي موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

امرخېل وايي، چې د اندړو پولیس هره شپه، ده ته راپور ورکوي، چې له ۱۰ تر ۲۰ زرو مرمۍ یې مصرف کړي دي.

ده وویل، که غزني ولایت ته د مرمیو جوړولو فابریکه هم راوړل شي بیا به هم د اندړو ولسوالۍ د پولیسو د مرمیو مصرف پوره نه کړي.

جنرال امر خېل وویل، چې پولیس په دې ولسوالۍ کې مرمۍ پلوري.

نوموړي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د پولیسو په لیکو کې موجود فساد د لسو کلونو میراث وباله او زیاته یې کړه، تر هغې چې د پولیسو په لیکو کې موجود فساد جرړې وچې نه شي، د دوښمن په مقابل کې بریالیتوب سخت دی.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې د اندړو ولسوالۍ پخواني قوماندانانو څخه باید د دغه فساد پوښتنه وشي، خو د سیاسیونو مداخله دوی د قانون له تعقیب څخه ژغوري.

دی وایي، چې ده له کورنیو چارو وزارت غوښتي، چې په دې ولسوالۍ کې د شته فساد د څېړنې له پاره یو پلاوی وګوماري او په فساد کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.

امرخېل وویل، درې میاشتې مخکې یې ټولو ولسي پاڅون کوونکو ته لارښوونه کړې وه، چې له سیمه ییزو پولیسو سره دې یوځای شي، خو هغوي د میلیونونو افغانیو د ګټې له پاره، چې د غلا او سړي تښتونې له لارې یې پیداکولې له پولیسو سره یوځای شوي نه دي.

د غزني والي محمدامان حمیمي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغو ستونزو د حل پاره به جدي پاملرنه وکړي.

حمیمي وايي، چې لومړی به پاڅون کوونکي چې ولسي خلک ځوروي په کنترول کې راولي او بیا به له نظامي وسایطو د پولیسو د بې رحمانه او نامسوولانه استفادې پوښتنه وکړي.

د اندړو ولسوالۍ د غزني ولایت نه ۲۵ کیلومتره واټن لري.

د ولسوالۍ ځېنې برخې د حکومت او ولسي پاڅون کوونکو په واک کې دي او ځېنې برخې یې د طالبانو په واک کې دي.

د اندړو ولسوالۍ مدني ټولنې فعالان په دې ولسوالۍ کې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې په جنګي جنایتونو تورن بولي.

دوی وايي، چې د جګړې پر مهال د جګړې ښکېلې خواوې د ولسي خلکو ژوند ته پاملرنه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام