د شمال لويو لارو کې امنيتي ګواښونه؛ سلګونه د تېلو ټانکر او باروړونکي موټر درول شوي

د فاریاب ولايت د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، د هېواد شمالي ولايتونو لویو لارو کې لوړ امنیتي ګواښونه لامل شوي چې د سوداګرو زیات شمېر نفت وړونکي موټر د فاریاب اقینه بندر کې ودرول شي.

د ياد ولايت د سوداګرۍ خونې رییس عبدالمجید نیازی سلام‌وطندار ته وايي، د شمالي ولايتونو لویو لارو کې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو دغه ولایت کې د سوداګرو اندېښنې راپورته کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال شاوخوا ۴ سوه د تېلو او نور بار وړونکي موټر د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ اقینې بندر کې درول شوي دي.

اقینې بندر کې یو له سوداګرو احمد جاوېد وايي، دغه بندر کې سوداګر د طالبانو له اخاذیو او ناامنیو په تنګ راغلي او وسله‌وال طالبان د تېلو له هر موټر نه له ۳۰ زره افغانیو نیولې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې پیسې اخلي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي د هېواد شمال کې د سوداګرو اندېښنې مني او وايي، د شمال زون لویو لارو کې د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره نږدې راتلونکي کې پراخ پوځي عملیات پيلوي.

افغان سوداګرو تر دې وړاندې هم دغو لویو لارو کې د طالبانو له اخاذیو شکایت کړی دی.

تازه مورد کې تېره اوونۍ د دغو سوداګرو دوه نفت وړونکي موټر د جوزجان ـ مزارشریف لویه لاره کې د طالبانو له لوري وسوځول شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام