
له کندوز څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې د افغان ځواکونو له خوا په دغه ولایت کې کوڅه په کوڅه پوځي عملیات پېل شوي.
له بل لوري بیا اوس هم د دغه ولایت اوسيدونکو د کډو بارول روان دي.
له طالبانو سره د دوو ورځو جګړو وروسته افغان امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه (اکټوبر ۵مه) په کندوز کې کوڅه په کوڅه پوځي عملیات پېل کړي دي.
د کندوز ولایت ځينې اوسېدونکي هم په ډله ییز ډول له دغه ولایت څخه په تېښته کې دي.
دغه اوسیدونکي وايي، چې له تېرو درېيو ورځو راهیسې افغان امنیتي ځواکونه هیڅ پرمختګ نه درلود او وسله وال طالبان اوس هم د کندوز ولایت د ځينو برخو کنټرول په واک کې لري.
د کندوز ځينې اوسېدونکي وايي، چې ۳ ورځې کيږي پر دوی برېښنا پرې شوې او د اوبو او غذايي موادو کمښت دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

خو د کندوز د والي ویاند محمود دانش وايي، چې د امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو وروسته وسله وال طالبان د کندوز ښار څخه وتلي او افغان ځواکونه اوسمهال د ښار څنډې د وسله والو له شتون څخه پاکوي.
د دانش پر خبره اوسمهال وسله وال طالبان، خواجه مشهد، خان اباد بندر، چرخ آب او قبرګلستان په خپل واک کې لري، چې ځينو دولتي تاسیساتو او دولتي کارکوونکو کورونو ته يې هم اور ورته کړی دی.
د کندوز ښار د دولتي روغتونو مسوولین وايي، چې له تېرو درېيو ورځو راهیسې دوی ته ۲۰۰ ملکي وګړي په ټپي حالت رسول شوي، چې د ۲۰ تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.





