
د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو تېره ورځ د دې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي خو په شا تمبول شوي او په پایله کې یې ۱۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د يادې قول اردو ویاند اېمل مومند وايي، د دغې جګړې له کبله یو شمېر وسلې او مهمات هم دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلي.
د یوه بل خبر له مخې د پکتیکا خیرکوټ ولسوالۍ کې طالبانو په يوه جومات کې پر ملکيانو بمي بريد کړی.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، دغه بمي برید د تراوېح لمونځ پرمهال شوی او د ماشومانو په ګډون یې ۲۰ کسان ټپيان کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.





