
عبدالرشید دوستم نن د جوزجان په مرکز شبرغان کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د مارشالي رتبه ترلاسه او رسما ًد افغانستان درېیم مارشال شو.
دوستم په دغو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، افغان ځواکونه کولای شي په یوازې توګه د طالبانو مقابله وکړي او په وینا یې، که د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې له ماتې سره مخ شي او بهرني ځواکونه هم له هېواده ووځي، طالبان به خپله ډېره تر واک لاندې سیمه له لاسه ورکړي او ماتې به وخوري.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې د بینالافغاني خبرواترو لپاره د طالبانو پلمې پای ته ورسوي او د طالب بندیانو په خوشي کولو سره خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، که نړیواله ټولنه او ولسمشرۍ ماڼۍ اجازه او د جګړې مشري ورکړي، طالبان به په شپږو میاشتو کې مات کړي.
په ورته وخت کې د ملي مصالحې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل، د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ په بشپړېدو ده او ټاکل شوې ډېر ژر د دې ډلې پاتې بندیان هم خوشې شي.
عبدالله زیاته کړه، د بندیانو په خوشې کېدو سره به له طالبانو هغه پلمه هم واخیستل شي چې تر اوسه یې له امله د سولې بینالافغاني خبرې ځنډېدلې دي.
هغه وویل، د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي زیاتول د منلو نه دي او باید د سولې خبرو د پیل لپاره بنسټیز ګامونه پورته شي.
هاخوا د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسې باور ته زیان اړوي.
د افغان ښځو شبکې هم نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د تاوتریخوالي کمولو او تلپاتې سولې د راتلو غوښتنه وکړه.





