د ناټو عمومي منشي ینس شتولتنبرک وايي، د ناټو ځواکونه په پام کې لري، چې په افغانستان کې د خپل ماموريت د پای ته رسېدو څخه وروسته هم خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې پوځي حضور ولري.
نوموړي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره له خبرو اترو وروسته دې نتيجې ته ورسېدل، چې په افغانستان کې د ماموريت له پای ته رسېدو وروسته هم خپل نظامي همکاري له دغه هېواد سره جاري وساتي.
د نوموړي په وينا د دغه سازمان حضور به د ملکي اشخاصو له لوري رهبري کيږي.
د ناټو عمومي منشي وویل، چې له دې وروسته به ناټو د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او مشورې ورکولو ډېره توجه وکړي.
یاده دې وي، چې تراوسه د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران دې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې د ماموريت پای ته رسېدو څخه وروسته به څومره ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.
منشي ینس شتولتنبرک د افغانستان بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په خبري ناسته کې وویل، چې په روان کال کې افغان امنيتي ځواکونه د زياتو ستونزو سره مخ دي، ځکه د نوموړي په وينا د ټول افغانستان امنيتي مسووليت د دوی پر غاړه شو، خو زياته يې کړه، چې افغان ځواکونه د دغو بريدونو د مهار کولو توان لري او ناټو ځواکونه به يې هم ترڅنګ دريږي.
د ناټو عمومي منشي د افغان سولې پروسې څخه يې ملاتړ اعلان کړ او زياته يې کړه، چې د ولسمشر اشرف غني وروستۍ هڅې د ستایلو وړ دي.
هغه وايي، د افغانستان اوسني کړکېچ يواځنۍ لاره سياسي خبرې اترې دي.
د ويلو ده، چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو څخه وروسته په افغانستان امنيتي پېښې زياتې شوي او افغان حکومت وايي، چې د دغو پېښو څخه باید درس واخیستل شي او دا د افغان ځواکونو له پاره يو امتحاني کال دی.





