په قزاقستان کې د افغانستان لومړنی کلتوري مرکز د بسم الله تابان په نوښت، چې د قزاقستان ملي الفارابي پوهنتون د حقوقو ماسټري برخې زده کړیال دی پرانستل شوه.
نوموړي وویل، دغه مرکز یې په قزاقستان کې د کتاب ورځې په مناسبت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په پاره جوړ کړی دی، چې د دغه مرکز په وسیله به افغانستان د قزاقستان خلکو او د لته د نورو هېوادونو زده کړیالانو ته معرفي شي.
تابان وویلې، چې په دې مرکز کې له ۵۰ ټوکو زیات تاریخي، کلتوري، سیاسي، حقوقي او ټولنیز کتابونه، ځېنې افغاني ورځپانې، مجلې او د افغانستان طبیعې او کلتوري ښکلا و شاوخوا سل انځورونه اېښودل شوي دي.
ده زیاته کړه، چې دې مرکز ته یو شمېر اثار د لیکوالو له خوا ډالۍ راوړل شوي دي او پاتې نور یې په شخصي لګښت پېرلي دي.
تابان د نړۍ په نورو هېوادونو کې له افغان زده کړیالانو وغوښتل، چې هڅه دې وکړي د دغسې مرکزونو په جوړولو سره خپل هېواد نړیوالو ته ور وپېژني.
په قزاقستان کې د افغانستان قونسل ګرۍ مسول روح الله سدید وویل، دغه کلتوري مرکز به د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا ټینګښت کې مهم رول ولري او زیاته یې کړه، چې دا ډول هڅې د دوستو هېوادونو اړیکې له زیان څخه ساتي.
د قزاقستان ملي الفارابي پوهنتون د کتابتون مشرې تونبای واکلیماتوفنا د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په دغه هېواد کې د افغانستان کلتوري فعالیتونه د کابل د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.
مېرمن واکلیماتوفنا وویل، دغه مرکز به تل د لیدونکو پر مخ خلاص وي او هڅه کوي، چې قزاقستان هم په کابل کې دغه ډول مرکز پرانیزي.
دغه مرکز تېره ورځ د (اکټوبر په ۱۵مه) د قزاقستان په الماتي ښار کې د افغانستان قونسل جنرال، د قزاقستان ملي الفارابي پوهنتون رییس، د الفارابي کتابتون مسولې، ځېنو رسنیو مسولینو، د قزاقستان کلتوري اشخاصو او په دغه هېواد کې د افغان زده کړیالانو په حضور کې پرانیستل شو.
د قزاقستان الفارابي پوهنتون الفارابي کتابتون د منځنۍ اسیا له لویو کتابتونو څخه دی په دغه کتابتون کې له میلیونو زیات کتابونه موجود دي.





