
راپورونه وايي، چې پېښه نن(پنجشنبه جون۳۰مه) غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د پنځمې ناحیې کمپنۍ سیمې په حیدرخان کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د میدان وردګو له پولیسو اکاډمۍ فارغ شوي افسران په پنځو موټرو کې کابل ته رالیږدول کیدل.
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو رییس فریدون عبیدي سلام وطندار سره په اړیکه کې د پیښې پخلی وکړ، خو ډیر جزیات یې ور نه کړل.
زموږ خبریال د پیښې شاهدانو له قوله رپوټ راکړی، چې دوو ځان مرګو بریدګرو له نښلیدونکو ماینونو سره د پولیسو موټر په نښه کړي، چې د لسګونو ځوانو پولیسو ترڅنګ د ماشومانو په ګډون یو شمیر ملکي وګړي هم په کې وژل شوي او ټپیان دي.
د دوی پروینا، له ۷۰ تر ۸۰ کسانو وژل شوي او ټپیان یې لیدلي، چې روغتون ته ولیږدول شول.
له بل لوري طالبانو د برید پړه پرغاړه اخیستې.

دوی رسنیو ته په یو رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د پولیسو د اکاډمۍ پر استادانو او افسرانو غبرګ بریدونه کړي دي.
دوی ادعا کوي، چې لومړی د استادانو پر موټر برید وشو، شیبه وروسته په راټولو شویو پولیسو دویم موټر بم برید وشو، چې لسګونه تنه افسران، استادان او پولیس يې وژلي او ټپيان کړي یې دي.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې د پولیسو د اکاډمۍ د استادانو موټر د شمس الحق هراتي له خوا تر برید لاندې راغی، چې ۲۷ تنه استادان او افسران په کې ووژل او ګڼ نور ټپيان شول.
کله چې پولیس د لومړي برید د وژلو شویو او ټپيانو په راټولیدو بوخت شول، دویم برید د محب الله د هلمند سنګين ولسوالۍ اوسیدونکي له خوا ترسره شو.
په دې اړه د کابل امنیه قوماندانۍ څه نه دي ویلي.





