د سپورټ او ځوانانو د پرمختیایي ټولنې له خوا نن د هیواد په شمالي پروان ولایت کې د سلګونه فوټبال لوبډلو ترمینځ د فوټبال لیګ سیالۍ پېل شوې.
د یادې ټولنې مسوول سید محمود ضیا دشتي د سیالیو پرانیستې پرمهال سلام وطندار ته وویل، دا لومړې ځل دی چې په هیواد کې دا شان په معیار برابرلیګ فوټبال سیالۍ ترسره کیږي.
د دشتي په وینا، په دې سیالیو کې د افغانستان د بېلا بېلو ۱۵ ولایتونو او ټولټال ۱۲۰ ولسوالیو څخه نږدې ۴ سوه فوټبال کلپونه برخه لري.
د نوموړي په وینا، د دې لومړي پړاو سترفوټبال لیګ سیالیو موخه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې فوټبال لوبې ته وده ورکول، د فوټبال استعدادونو لټول او د هغوی روزل دي.
د افغانستان د سپورټ او ځوانانو له پاره د پرمختیایي ټولنې چارواکو زیاته کړه، چې دغه سیالۍ به د یوه کال له پاره په پروان ولایت کې روانې وي.
سید محمود ضیا دشتي زیاته کړه، دا د دوی د ټولنې له خوا لومړی پړاو دی او که په دې ولایت کې بریالي شو، نو ورته لیګ فوټبال سیالۍ به د ټول افغانستان په کچه په بېلا ېیلو ولایتونو کې ترسره کړي.
د چارواکو په وینا، دغه لیګ سیالۍ لومړی د ولسوالیو په کچه پېلیږي، چې ورپسې به د ولایتونو په کچه، بیا د زونونو په کچه ترسره شي.
د یادې ټولنې د پروګرام له مخې، چې د زونونو په کچه اتله لوبډله به د سویلي اسیا ځوانانو په اتلولۍ لیګ سیالیو کې هم د ګډون جواز ترلاسه کړي.





