په کندهار کې کم عمره نجونو د ودولو قضيې زیاتې شوې دي

د کندهار ولایت د بشر حقونو سیمه ییز مسولین وايي، په دې وروستیو په دې ولایت کې د کم عمره نجونو د ودولو موارد زیات شوي دي.

د دې ولایت د بشرحقونو کمېسیون د ماشومانو د څانګې مسول شمس الدین تنویر سلام وطندار ته وویل، په وروستیو ۶ میاشتو کې د کم عمره نجونو د ودولو ۱۲ قضیې له دوی سره ثبت شوې دي.

تنویر وویل، ښايي چې دا ډول قضیې په ولسوالیو کې ډېرې وي، خو د کلتوري محدودیتونو او بدو دودونو له کبله کورنۍ نه غواړي، چې خپلې ستونزې له رسمي کړي.

دی وايي، په دې اړه یې له ولسونو سره خبرې کړي دي، چې دا ډول ودونه کورنۍ ستونزې او د  واده شوې مېرمنې له پاره روغتیايي ستونزې پيدا کوي.

شمس الدین تنویر زیاته کړه، نالوستي، بېوزلي، کورنی تاوتریخوالی، په هېواد کې روانه جګړه او د عامه پوهاوي کموالی، د دغو قضیو لاملونه دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ د دا ډول قضیو موجودیت مني او وايي، باید د نجونو ښوونیز حق ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه چې دا چاره د کورنیو د نیمکرغۍ لامل کېږي.

نوموړې وویل، چې په دې اړه یې د عامه پوهاوي ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت یو دیني عالم مولوي خدای داد وویل، چې اولادونه انسانانو ته د خدای له لوري ورکړل شوی نعمت دی او کورنۍ باید د دوی دغه حقوق تر پښو لاندې نه کړي.

د مولوي پر باور، اسلام هیچا ته دا حق نه دی ورکړی، چې خپلې لوڼې او خویندې دې له قانوني حق پوره کولو د مخه چا ته په نکاح شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د کم عمره نجونو د ودولو په پار د بشر حقونو، عالمانو او نورو بنسټونه، د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي دي، خو لا په لېرې پرتو سیمو کې دغه کچه لا هم پر خپل حال پاتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام