.jpg)
مسکو نن د طالبانو او د یوشمېر افغان سیاستوالو ترمنځ د خبرو اترو د دویمې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې افغان سیاستوالو طالبانو ته درې وړاندیزونه وکړل.
د جمعیت اسلامي اجرایوي رییس عطامحمد نور په یاده غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې ژرترژره د دوحې بلې غونډې لپاره چمتووالی ونیسي، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي او دغه راز اوسنۍ غونډه یې هم بېپایلې پای ته و نه رسېږي.
نور وايي، تمه لري چې د مسکو اوسنۍ غونډه د اوربند له پرېکړې سره پای ته ورسېږي.
په یاده غونډه کې محمدکریم خلیلي، محمدحنیف اتمر، حامد ګیلاني او محمدمحقق هم د نور وړاندیزونه تایید کړل.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وویل، افغان سوله یوازې د دغه مېز تر شا موضوع نهده. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانان په افغانستان کې د جګړې پای غواړي. خلیلي زیاته کړه، په افغانستان کې هغه مهال تلپاتې سوله راځي چې «له عادلانه تګلارو سره مل وي.»

په همدې حال کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ډلې رییس وویل، یوازې د خبرو اترو له لارې شونې ده چې د سولې په وړاندې خنډونه لرې شي.
نوموړی زیاتوي، افغانان هیله لري چې یوې تلپاتې سوکالۍ ته ورسېږي او د مسلمانانو د وینې تویول بند شي.
د اتمر مرستیال محمدمحقق طالبانو ته په خطاب کې وویل چې باید د یو بل په ژبو پوه شو.
په یاده غونډه کې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه ۱۴ کسیزه پلاوي برخه اخیستې ده.
د افغان سولې په اړه د مسکو لومړۍ غونډه تېر کال جوړه شوه، خو په یاده غونډه کې افغان حکومت ګډون نه و کړی او هغه یې بېپایلې یاده کړه.





