د کابل د حقوقو ریاست ۱۷ مامورینو دندې وځنډول شوې

د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، چې د کابل د حقوقو ریاست رییس، ۱۶ مامورین یې او د پښتنې بانک ۳ مامورین له صلاحیتونو د ناوړې استفادې په خاطر یې دندې ځنډولي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي سلام وطندار ته وویل، د دغو مامورینو دوسیې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ له خوا تر څېړنې لاندې وي.

دی وايي، له څېړنو وروسته معلومه شوه، د پښتنې بانک ۳ مامورین په یو ډول دې قضیه کې ښکېل وو؛ دندې یې وځنډول شوې.

رسولي جزیات ورنه کړل او زیاته یې کړه، په دې اړه هر ډول څرګندونې د څېړنې پلاوي په استقلالیت او صلاحیتونو کې مداخله ده.

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي، له جرمونو په ځانګړي ډول اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې غوڅه اراده لري او د قانون له پلي کولو پرته بل هېڅ مصلحت ورته لومړیتوب نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام