ولسي جرګې د نوې افغان کابینې ۷ نوماند وزېرانو او د ملي امنیت لوی رییس ته د باور رایه ورکړه.

 د ولسي جرګې  دچهار شنبې ورځې (دسلواغې ۸مه) عمومي غونډه کې ۱۸ نوماند وزیرانو او د ملی امنیت لوی رییس ته د رایې اچونی په ترڅ کې  ۷ نوماند وزېرانو او ملي امنیت ته نوماند لوی رییس د تاييد رایې ترلاسه کړې او خپلو څوکیو ته بريالي شول.

د ملي وحدت د حکومت له لوري ولسي جرګې ته د ور معرفي شوې کابینې ۱۸ نوماند وزیرانو ته د باور رايې په برخه کې ۱۰تنه نوماند وزیران خپلو څوکیو ته بريالی نه شول. د ولسي جرګې د چهار شنې ورځې عمومي غونډه کې ټول ۲۳۴ استازي حاضر و،چې پنځوس جمع يو يې ۱۲۲ رايې کېږي او دا د نوماندا وزیر لپاره د بریا حداقل اندازه ګڼل کېدله.

  د ولسي جرګې غړو د عامې روغتیا وزارت ته نوماند فیروزالدین  فیروز ته  ۱۷۰ تایید، ۵۴ رد، ۱۲سپینې او ۴ باطلې رایې وکارولې. په همدې توګه د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني  ۱۶۰تایید، ۶۱ رد، ۱۷ سپینې او ۵ باطلې رایې ترلاسه کړې دي، چې دواړه خپلو څوکیو ته بريالي اعلان شول.

په همدې توګه  د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل ۱۵۴ تایید، ۵۸  رد،  ۲۲ سپینو او ۹ باطلو رایو، د بهرنیوچارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني د ۱۵۱ تایید، ۷۰ رد، ۱۲ سپینو او ۹ باطلو رایو، د کانونو او پترولیم وزارت ته نوماند داودشاه سبا د ۱۴۶ تایید،  ۷۴ رد،۱۳ سپینو او ۱۰ باطلو رایو او د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند نصیراحمد دراني د ۱۴۵  تایید،  ۷۱ رد، ۱۹سپینو او ۵ باطلو رایو په تر لاسه کولو خپلو څوکیو ته بريالي شول.

پر دې سربېره د کډوالو او راستنییدونکو چارو وزارت ته نوماند سیدحسین عالمی بلخي  ۱۳۴ تایید، ۸۷  رد،   ۱۷ سپینې او ۵ باطلې رایې، د کورنیوچارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي، ۱۳۱ تایید، ۹۱ رد، ۱۵سپینې او ۶ باطلې او مالیې وزارت ته نوماند اکلیل حکیمي  ۱۲۸  تایید، ۸۶ رد، ۲۱  سپینې او ۸ باطلې رایې تر لاسه کړې دي، چې په دې توګه د نومول شویو وزارتونو لپاره بريالي اعلان شول.

خو د ولسي جرګې دچهار شنبې ورځې (دسلواغې ۸مه) غونډه کې د ملي دفاع وزارت ته نوماند شیرمحمد کریمي د ۹۶ تایید، ۱۱۲  رد، ۲۶ سپینو او ۷ باطلو، د پوهنې وزارت ته نوماند محمدګل زلمی یونسي  ۹۰   تایید،  ۱۲۳ رد،  ۲۱ سپینو او ۹ باطلو،د لوړو زده کړو وزارت ته نوماندې خاطره افغان ۷۱ تایید،  ۱۴۶ رد،  ۲۱سپینو او ۳ باطلو، د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژی وزارت ته نوماند برنا کریمي  ۱۱۵ تایید، ۹۷ رد،     ۲۶ سپینو او ۵ باطلو، د قومونو او قباییلو چارو وزارت ته نوماند قمرالدین شینواري ۱۰۲ تایید، ۱۱۲ رد،   ۲۲   سپينو او ۷ باطلو، د ټول ګټو وزارت ته نوماند عباس بصیر ۸۵   تایید، ۱۳۱  رد، ۱۹ سپینو او ۸ باطلو، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند سردارمحمد رحیمي د ۱۱۱  تایید،  ۱۰۲  رد، ۱۷  سپینو او ۵ باطلو، د اقتصاد وزارت ته نوماند سردارمحمد رحمن اوغلو  ۱۰۴ تایید،  ۱۰۳ رد، ۲۷ سپینو او ۹ باطلو، د انرژي او اوبو وزارت ته نوماند عبدالرحمن صلاحي د ۱۰۶ تایید،  ۱۰۹ رد، ۲۴ سپینو او ۴ باطلو، د ترانسپورت وزارت ته نوماند فیض الله ذکي ۸۱ تایید،  ۱۳۳ رد، ۲۵ سپینو او ۴ باطلو رايو په تر لاسه کولو سره ونه شوای کولای چې خپلو څوکیو ته بريالي شي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي بريالیو وزیرانو او د ملي امنیت رییس ته د بريا مبارکي وویله او په چارو کې يې ورته د بريالیتوب هیله وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپل حکومت په ۱۰۶  ولسي جرګې ته ۲۵ نوماند وزیران او دوه لوی رییسان ور وپېژندل، چې له دې ډلې يې ۵ تنه  ولسي جرګې د دوه ګوني تابعیت له امله رد کړل او اجازه یې ورنه کړه چې وکېلانو ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

پر همدې بنسټ د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش تېره ورځ (دسلواغې ۷مه)عبدالباري جهاني د  اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزیر او نجیب اقا فهیم د عدلیي نوماند وزیر په توګه ولسي جرګی ته معرفي کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام