د نورستان پر وانټ وایګل بیاځلي د دولت ملي بیرغ رپانده شو

د نورستان ولایتي چارواکي وايي، چې وانټ وایګل ولسوالۍ پرون ناوخته مهال بېرته افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.

د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار ته وویل، چې پرون مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د ولسوالې مقام د امنیتي ځواکونو له خوا و نیول شو او د ولسوالۍ پر ودانۍ د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد ملي بیرغ په رپانده ډول هسک شو.

ولسوال وویل، په دې جګړه کې شاوخوا ۲۰ تنه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دا یې په ډاګه نه کړه، چې په دې نښه کې څو تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

رحمت د ولسي وګړو ته د رسېدلي مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې په دې نښه کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو لسګونه کورونه سوځول شوي او یو شمیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.  

دی وايي، چې په نښته کې ګڼو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اووښتې، خو کره شمېره به یې وروسته معالومه شي.

په ورته وخت طالبان حکومتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.

د وانت وایګل ولسوالۍ له دوو ورځنیو سختو جګړو وروسته پرون سهار طالبانو ونیوله. 

وانټ وایګل تېره ورځ په څه حال وه؟

د نورستان ولایت امنیتي چارواکي ویلي و، تېره شپه د وسله والو طالبانو د پراخه برید وروسته وانټ وایګل ولسوالي د دوي له ولکې ووتله.

ددې ولایت امنیه قوماندانۍ مسول خلیل الله ضیایي سلام وطندار ته ویلي و، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې ولسوالۍ بیا ځلي برید وکړ، چې تر درنې نښتې وروسته دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاسته ورغله.

تېره ورځ راپورنه خپاره شول، چې له ۸۰۰ سوه زیاتو وسله والو په دې ولسوالۍ بریدونه کړي و.

په ورته وخت کې د نورستان د ولایتي شورا پخوانی رییس قاضي عنایت الله مذهبیار سلام وطندار په خبرو کې ویلي و، چې په دې نښته کې نږدې ۵۰ تنه پولیس وژل شوي دي.

بله خوا د نورستان ولایتي شورا اوسنی رییس انجینیر سعدالله سلام وطندار ته وویل، چې د وانټ وایګل په ولسوالۍ کې میشت پولیس د طالبانو له خوا نیول شوي دي او برخلیک یې ناڅرګند دی.

سعدالله زیاتوي چې که حکومت په هوايي برید لاس پورې نه کړي ښايي، چې دغه پولیس به ټول ووژل شي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې په جګړه کې یې د حکومت زیات شمېر سرتیري وژلي دي، خو طالبانو د پولیسو د ژوندي نیولو په اړه کوم خبر نه وه کړې.

وانټ وایګل ولسوالي داسې مهال د طالبانو لاسته لویږي، چې همدا تېره ورځ ناوخته ځايي امنيتي چارواکو خبر ورکړ، چې د شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو برید یې په شا وتمبولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام