په کندهار کې د «مهدي اخرزمان» په نامه وسله‌والې ډلې فعالیت پيل کړی

د کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول دویم څارن ضیا دراني نن سلام وطندار ته وویل چې په‌دې ولایت کې «د مهدي اخرزمان لښکر» په نامه د دولت وسله‌والو مخالفانو یو ډلې فعالیت پيل کړی‌دی.

د نوموړي په باور، د دې ډلې مشر منصور نومېږي او د کشفي معلوماتو پر بنسټ په کابل کې ژوند کوي.

درانی همدارنګه وايي، ملي پولیسو د خلکو په مرسته د یادې ډلې ۱۶ تنه فعال غړي د ډنډ ولسوالۍ د «کرز» په سیمه کې له یو پټنځایه نیولي دي.

د ده په وینا، نیول شويو کسانو سره يې په زیاته اندازه زړې تورې، زغرې، ډالونه، نېزې او د جنګونو نور پخواني سامان‌الات هم نیولي دي.

یادو نیول شویو کسانو منلې چې د «مهدي اخرزمان لښکر» ډلې غړي دي او نور نو د دنیا خاتمه رارسېدلې او ساینس به سقوط کوي، نو ځکه دوی له پخوانیو جنګي سامان‌الاتو څخه کار اخلي.

د کندهار عام اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دا د بهرنیو هېوادونو دسیسه ده او تر ټولو زیات تاوان يې عام ولس ته رسېږي.

د کندهار دوه تنه اوسېدونکي عبدالله کاکړ او حفیظ‌الله پوپل وايي، له جنګه ستړي دي او د دې ډلو پیداکېدل جګړو ته د پټرولو د ورشیندلو په معنا دي.

د دوی په وینا، د یادې ډلې فعالیتونو اندېښمن کړي او له دولته د دې ډول ډلو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د کندهار د ولایتي شورا غړې خالده هم وايي، دا ډول مخالفې ډلې نه یوازې د دولت بلکي د عامو خلکو له‌پاره هم د دوښمنۍ معنا لري.

دا زیاتوي، عام کندهاریان له دولته د امنیت غوښتنه او د داسې ډولو د مخنیوي غوښتنه کوي، ځکه افغانان نور سوله غواړي او په رښتیا سره له جګړو ستړي دي.

د کندهار د ولایتي شورا د غړي خالدې په خبره، عام خلک د دولت تر شا ولاړ دي او تل هڅه کوي، د پردۍ جګړې مخه ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام