پر فراه د طالبانو بیاځلي برید

د فراه ښار اوسېدونکي وايي، طالبانو بېګا یوځل بیا ۱۱ بجې په‌دې ښار برید کړی و او څو امنیتي بنسټونه یې تر برید لاندي نیولي وو.

د فراه ښار د برید عیني شاهد سیدمحمد وايي، د طالبانو دا برید د تېر هغه پر پرتله پراخ و. هغه د یو خپلوان د وژل کېدلو او یو ټپي کېدلو خبر هم ورکوي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې امیني سلام وطندار ته وویل، طالبان د تېر په څېر په‌دې برید کې یو ځل بیا د خلکو له کورونو نه د سنګر په ډول ګټنه کوله او د امنیې قوماندانۍ، دویمې امنیتي حوزې او د فراه په مرکزي زندان یې بریدونه کول.

د فراه د عامې روغتیا رییس شایق جمال سلام وطندار ته تایید کړه چې تر اوسه مرکزي روغتون ته له بریده  ۳ ټپي امنیتي ځواکونه او یو ملکي وګړی ور وړل شوی‌دی.

په ورته وخت کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي سلام وطندار ته وویل، د طالبانو د تېرې شپې برید نه یوازې پراخ نه و، بلکې په چریکي ډول یې له کوڅو نه پر امنیتي ارګانونو ډزې کولې. نن په فراه ښار کې کور پر کور پوځي عملیات شروع شووي او دغه ښار به د طالبانو له حضوره پاک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام