په بغلان کې طالبان: باید کوکنار وکرئ

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو کروندګرو ته ګواښ کړی، چې په دې موسم کې دې په خپلو کروندو کوکنار وکري.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرشید بشیر وايي، چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د نشه یي توکو د کاروبار تر څنګه په سیمه ییزو خلک ډول ډول ظلمونه کوي.

په دې اړه د بغلان ولایت ځېنې بزګران وايي، چې د طالبانو له سقوط وروسته د اوسني حکومت په راتګ سره د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو کرولو کچه صفر ته را ټیټه شوې وه.

دوی زیاتوي، په دې وروستیو وختونو کې د طالبانو له موجودیت سره کروندګر دې ته مجبور شوي دي، چې په خپلو ځمکو کوکنار وکري.

د بغلان ولایت اوسېدونکي وايي، چې د دې ولایت په ډنډشهاب الدین او ډنډغوري سیمو کې د نور سیمو په پرتله په زیاته کچه کوکنار کرل شوي دي.

دوی وايي، چې طالبان د نشه یي توکو له کاروباره ځان تمویلوي.

په ورته وخت کې د بغلان ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې رییس فضل الحق اندرابي، له دې موضوع ناخبري ښيي، خو زیاتوي، چې سږکال په بغلان ولایت کې د تېرو کالونو په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي.

اندرابي په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکیلې د زیاتو لامل ناامني او د طالبانو نفوس بولي.

دی وايي، چې د بغلان ولایت په ده صلاح، پل حصار، جلګه، برکه، تاله او برفک ولسوالیو کې پر ۱۹۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دی وايي، چې د دغو ولسوالیو او سیمو زیاته برخه د طالبانو او نامسووله وسله والو کسانو په واک کې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې مهال کې ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې د نشه یي توکو او کوکنارو د تولید او کرکیلې کچه را کمه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام