په پېښور کې پر ښوونځي له برید وروسته په پاکستان کې له افغان کډوالو سره په چلند کې خورا ژور بدلون راغلی دی، چې نه یواځې سلګونه افغانان د ناقانونه اوسېدو په پلمه په پاکستاني زندانونو کې اچول شوي دي، بلکې قانوني کډوال هم د نړیوالو قوانیونو خلاف له پاکستانه وتو ته اړ شوي دي.
پاکستاني چارواکو له قبایلي سیمو نه لسګونه کورنۍ هغه افغان کډوال کډوالي ته اړ کړي دي، چې همدا هېواد يې پر سر له نړیوالو مرستندویه مؤسسو د دوی د ساتنې په پلمه مرستې اخلي، پاکستاني چارواکي وايي چې دوی غواړي ټول افغان کډوال د هېواد پولو ته وشړي، د صوبه سرحد چارواکي وايي چې دوی غواړي په دې توګه افغان کډوال د روان میلادي کال تر پایه وباسي.
له نږدې دوو میاشتو راهیسې، له کله نه چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ډلګۍ په سرحدي سیمو کې فعاله شوې ده، د افغان کډوالو حالات مخ په خرابېدو روان دي، دوی لسګونه افغان کډوال د اسنادو نه لرلو په پلمه زنداني کوي یا يې هم له سیمې شړي. تر اوسه افغان دولت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان وضعیت اړوند څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا سیمه ییز چارواکو ويلي و، چې دوی به افغان کډوال بېرته افغانستان ته تلو ته اړ کړي، ټاکل شوې چې لومړی افغان کډوال له افغان پولي سره څېرمه په پنډغالو کې مېشتوي او وروسته يې ورو – ورو له پولې را اړوي.
د افغان کډوالو اړوند دغه پلان د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف په ګډون لوړ پوړو پاکستاني چارواکو جوړ کړی دی، چې د دوی له قوله ژر به عملي شي. په دې اړه په ولسي جرګه کې د کډوالو چارو د کمیسیون رییس نذیر احمدزی وايي چې دوی له پاکستان سره د یو تړون له مخې ویلي و، چې د روان میلادي کال – ۲۰۱۵- تر پایه باید هیڅ اسناد لرونکی افغان کډوال ونه ځورول شي. نوموړي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو سره یو داسې تړون کړی و، چې باید پاکستاني چارواکي هیڅ اسناد لرونکی افغان کډوال د ۲۰۱۵ تر پایه ونه ځوروي. خو کله چې په پېښور کې په نظامي ښوونځي برید وشو هر څه ګډ وډ شول، تر اوسه ۳۰۰۰ افغان کډوال له پولې سره جوخت مېشت کړل شوي دي، موږ ورسره ولیدل او له موږ يې غوښتنه وکړه چې ژر يې ستونزې ور حل کړو.»
ښاغلی احمدزی وايي چې دوی له اجرايو رییس سره هم کتلي دي چې ورسره دې پایلې ته ورسېدل، چې باید د ولسي جرګې، د کډوالو چارو وزارت او جمهوري ریاست د دفتر له غړو جوړ یو هیت باید پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره باید هغه لوري ته لاړ شي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د پلان د تطبیق هڅې وروسته له هغه ګړندۍ شوې، چې په پېښور کې د پاکستان طالبانو په یوه پوځي ښوونځي کې د برید په مهال نږدې درې سوه تنه زده کوونکي ټپیان او ووژل.





