کابل ښاریان: برېښنا په نا انډول ډول ویشل کيږي

یو شمېر کابل میشتو سلام وطندار ته وویل، چې په کابل کې ښار کې د برېښنا په وېش هم خپلوي اړيکې په پام کې نيول کيږي.

دغه اوسېدونکي وايي، د کابل ښار په هغو سیمو کې، چې وزیران، رییسان او یا هم نور زورواکي اوسيږي برېښنا شته، خو د ښار په نورو سيمو کې بیا برېښنا يوازې ۲ ساعته وي هغه هم په هغو وختونو کې، چې څوک ترې ګټه نه شي اخیستلی.

د کابل ښار د ۱۵ ناحيې یو تن اوسېدونکی شکېب احمد وايي، چې د کابل ښار ځينې اوسېدونکي ۲۴ ساعته برېښنا لري، خو ځينو ته بیا برېښنا هيڅ نه ویشل کيږي.

کابل ښاریان زیاتوي، چې د خپلو ورځينو چارو له پاره برېښنا ته اړتیا لري، خو د برېښنا نه شتون له وجې ګڼو ستونزو سره مخ وي.

خو بل لوري ته د بریښنا شرکت چارواکي دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي، په هغو سیمو کې چې د وګړو شمیر یې ډیر وي د بریښنا پرچاوي هم ډيره وي.

د بریښنا شرکت د خپرونو ریېس وحیدالله توحیدي سلام وطندارته وویل، هڅې یې کړندۍ کړې دي، چې کابل ښاریانو ته د بریښنا په ویش کې انډول په پام کې ونیسې.

نوموړي زیاته کړه: " زمونږ فیلډرونه عمومي دي کله چې دغه فیلډرونه پرې کیږي په هغه مسیر کې له ۴۰۰ ډير بریښناییز برجونه، چې پکې سلګونه کورنۍ دي بریښنایي پرې کیږي او مشخصه نه ده چې په ۴۰۰ برجونو کې څومره بډای، چارواکي، او څومره یي بې وزلې کورنۍ دي."

توحیدي زیاته کړه د کابل ښار په هغو سیمو کې، چې بریښناييز برجونه په کې ډیر دي د بریښنا د پرې کېدو موده  هم ورته کمیږي.

شاوخوا ۲۰  ورځې کیږي، چې له ترکمنستان څخه کابل ته دوارداتي بریښنا یو شمیر پایې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې په بمونو الوځول شوي دي، چې له امله یی ۲۸۰ میګا واټه وارداتي بریښنا پرې شوې او کابل ښاریان په تیارو کې شپې سبا کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام