
د سرپل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند علی اکبر اندرابي سلام وطندار ته د ټیلیفون په کرښه وویل، چې نن ( چهار شنبه) د غرمې یولس بجې یو ځانمرګي برید ګر د سانچارک ولسوالۍ د ټګ زار کلي په هدیره کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
اندرابي وايي، چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د ځانمرګي بریدګر موخه محمد رحیم د جمعیت ګونډ یو قوماندان و.
د علي اکبر اندرابي د معلوماتو له مخې ټاکل شوې وه، چې محمد رحیم د تګ زار کلي هدیرې ته د یو خپلوان د جنازې له پاره ورشي.
د پولیسو د ویاند په خبره، په پېښه کې د محمد رحیم زوم، دوه زامن او یو خوریه وژل شوي دي.
د برید مسوولیت تر اوسه هېڅ وسله والې ډله په غاړه نه دی اخیستی.





