د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د میدانوردګو د برید طراح له خپلو ۷ همکارانو سره ووژل شو.
د ملي امنیت د خبرپاڼې لهمخې قوماندان نعمان بېګا ناوخته په میدانښار کې وژل شویدی.
دوه ورځې مخکې د میدانوردګو ولایت «باغزنانه» سیمه کې د ملي امنیت پر قطعې ځانمرګی برید وشو چې ۳۶ تنه پهکې وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شويوو.
بریدګرو لومړی له چاودېدونکیو توکیو ډک هاموی ټانګ څخه په ګټې اخېستلو د ملي امنیت اړوند قطعه په نښه کړې او وروسته ۴ نورو ترهګرو ـ چې غوښتل یې له کرولا ډوله موټر څخه په ګټې اخېستلو د دې قطعې ودانۍ ته ننوځي ـ د امنیتي ځواکونو لهخوا له نښتې وروسته وژل شويدي.
د چارواکیو په وینا، دا پېښه دومره زوروه وه چې شاوخوا یې د ملکیانو کورونه هم زیانمن کړي.





