
د ملي امنیت شورا پر سپینبولدک د پاکستان د راکېټي بریدونو د څېړلو لپاره کندهار ته د یوه پلاوي د لېږلو خبر ورکوي.
ملي امنیت شورا نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې یاد لوړپوړی پلاوی به پر سپینبولدک د پاکستان د راکېټي بریدونه پېښه په هراړخیز ډول وڅېړي.
د ملي امنیت شورا مرستیال د یاد پلاوي مشري کوي.
پاکستاني ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار پر سپینبولدک ولسوالي راکېټي بریدونه وکړل.
د کندهار رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادو راکېټي بریدونو په پایله کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
بهرنیو چارو وزارت یاد بریدونه غندلي دي. دغه وزارت د پاکستان له راکېټي بریدونو دوه ورځې وروسته پرون په یوه خبرپاڼه کې د یاد وضعیت د لاملونو د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي، هغه څه چې په چمن کې شوي، باید نه وای شوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان او افغانستان دا موضوع څېړلې ده.
د یادونې ده چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت پر مرکز اسداباد او سرکاڼو او مرورې ولسوالي راکېټي بریدونه وکړل چې له کبله یې ۸ ملکیان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یادې پېښې وروسته له پاکستانه وغوښتل چې له ورته اقداماتو لاس واخلي او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب یاد ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې له دې وروسته به د دښمن او د هغه د ملاتړو ترهګرو ډلو د هر اقدام ځواب ورکړي.





