
دفاع وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې منلي دي چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د تېرې ورځې په پوځي عملیاتو کې ملکي وګړیو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې پهدې برید کې د طالبانو ترڅنګ څه باندې ۱۰ ملیکان هم وژل شوي دي او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې د پېښې ځای ته یو پلاوی لېږلی دی.

خو پرون د کندوز ولایتي شورا غړی مولوي خوشمحمد نصرت سلاموطندار ته ویلي وو، د چهاردرې ولسوالۍ الکوزي سیمه کې بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی چې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي پهکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
کله ناکله پهداسې پېښو کې ځايي اوسېدونکي او عیني شاهدان وايي، وسلهوال هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکيانو په کورنو کې ځانونه پټ کړي او یا د هغوی له کورونو نه د سنګرونو په توګه کار اخلي.





