اجرایه ریاست: له پاکستانه د سولې د تامین په برخه کې هیڅ هیله نه لرو

اجرایه ریاست د دغه مطلب په څرګندولو سره ویلي، چې وروسته له دې پاکستان ته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه په خبرو اترو کې د منځګړيتوب اړتیا نه شته.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل تېره ورځ د (اګست په ۳۱مه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که چېرې د سولې بهیر له سره پيلېږي؛ نو پرته د پاکستان له منځګړیتوبه به مخې ته ځي.

د اجرایه ریاست د مرستیال ویاند پر خبره، که چېرې اسلام اباد د کابل وړاندیزونو ته احترام ونه کړي او د کابل انتظار رالنډ نه کړي؛ نو له پاکستان سره به پر اړیکو له سره غور وکړي.

په ورته وخت کې د طالباني مسایلو شنونکی وحید مژده له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، تر هغه چې د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ ستونزې نه وي هوارې شوي؛ د سولې په اړه خبرې اترې نتیجه نه لري.

د مژده په خبره یواځينۍ لاره چې افغانستان کولی شي د پاکستان له مداخلې پرته له طالبانو سره خبرې وکړي دا ده، چې یوه مناسبه تګلاره جوړه کړي.

وحید مژده زیاتوي، چې پاکستان تر اوسه د سولې په اړه افغانستان ته دوکه ورکړې ده او تل یې د خپلې خوښې کسان له افغاني لوریو سره خبرو ته کېنولي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کیږي، چې د (جولای په ۷مه) د پاکستان په مري ښار کې د افغان دولت او طالبانو استازو ترمنځ د لومړي ځل له پاره ۴ ساعته خبرې اترې وشوې، چې د امریکا او چین استازو هم د څارونکو په توګه برخه په کې اخیستې وه.

خو دغه خبرې اترې د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر له مړینې وروسته وځنډېدلې.

د ملاعمر مړینې او په کابل کې د امنیو وروسیتو پېښو د دې لامل شول، چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې خپل موقف ته تغیر ورکړ او له پاکستانه یې وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغوی ته په خپله خاوره کې پناه ځایونه په نښه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام