.jpg)
د غزني ټولګټو رییس محمد آصف ذهین وايي، وسلهوالو طالبانو د غزني ښار اړوند له ارزو کلي څخه تر شاخک سیمې پورې د پکتیکا ـ غزني مواصلاتي سړک، د ټراکټور په وسیله شکولی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو پراخ حضور په دلیل د دوی تخنیکي ټیم نهدی توانېدلی، په سمه توګه د دې سړک ارزونه او رغونه وکړي.
.jpg)
د غزني ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع وايي، دغه سړک اقتصادي او پوځي موخو ته د زیان رسولو په موخه ویجاړ کړل شویدی.
ښاغلی جامع زیاتوي، کوم مسافران چې لهدې لارې تګ راتګ کوي، جدي ستونزو سره مخ دي او نیم ساعت لاره باید دوه ساعتونو کې طی کړي.





