وسله والو طالبانو د هرات پر غوریان ولسوالۍ بريد کړی

په هرات ولایت کې امنيتي چارواکي وايي، چې نن سه شنبه د مازدیګر شاوخوا ۵ بجې وسله والو طالبانو په ډله ییز ډول د هرات غوريان ولسوالۍ د پولیسو پر قومندانۍ او د دغې ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ.

د هرات د پولیسو قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه د جنګ وضعيت د افغان امنيتي ځواکونو په ګټه دی او نور تازه دمي سرتېري هم دغه ولسوالۍ ته د جګړې په موخه استول شوي دي.

داسې ويل کيږي، چې د اميرک په نوم د طالبانو د یو قومندان له لوري دغه جګړه رهبري کيږي.

د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې اوسمهال د غوريان د پولیسو قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ د طالبانو له لوري کلابند دي.

هغوی وايي، چې که هلته ژر تر ژره تازه دمي او کمکي سرتېري ونه رسيږي، نو ډېر ژر به دغه ولسوالي هم سقوط وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د شيندند پر ولسوالۍ هم برید کړی و.

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري او دوی بريدونه په خلکو کې د ويرې اچولو په موخه دي.

په همدې حال کې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي بیا سلام وطندار ته ویلي وو، چې يواځې د ولسوالۍ بازار د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دی او نورې ټولې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

وسله والو طالبانو وروسته له ۱۴ کلونو د لومړي ځل له پاره وکولی شول، چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د لومړي ځل له پاره د کندوز ولایت ونیسي.

داسې هم ویل کيږي، چې د کندوز ولایت له سقوط وروسته د طالبانو جنګي روحيه پياوړې شوه او پر تخار، کندوز، لوګر، بدخشان او غزني ولايتونو يې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام