د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن (فبرورۍ ۲۳مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې نږدې ورځو کې به طالبانو سره خبرې اترې پېل شي.
ډاکټرعبدالله د دغو خبرو اترو د پېل په اړه زياته کړه، چې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې به د افغانستان ۱۳ کلنې لاسته راوړنې تر سوال لاندې نه راولي.
عبدالله عبدالله دا هم و ویل، چې د دولت مخالفو وسله والو سره د افغان حکومت د سولې خبرې اترې به د افغانانو په زيان نه وي.
نوموړي د وزيرانو په شورا کې د خبرو اترو کره نېټه او ځای په ډاګه نه کړ.
له دې وړاندې د نړېوالو رسنیو له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې په قطر کې د طالبانو له پاره د خبرو اترو په موخه بيا دفتر پرانستل شوی او طالبان په لومړي پړاو کې د امريکایانو سره مذاکرات کوي.
د دغه خبر د خپراوي څخه وروسته سم دلاسه کله، چې سلام وطندار د ولسمشر له ویاند عبېد عابدي د مذاکراتو د جزياتو، صحت په اړه معلومات وغوښتل؛ نو نوموړي د دغو خبرو اترو پېل رد کړ او زیاته یې کړه، چې نړیوالو نوي افغان حکومت سره ژمنه کړې چې دسولې دپروسې مشري به افغانانو ته سپاري.
عابدي ویلي و، تر اوسه پورې هیڅ ډول مذاکرات نه دي شوي.
ځينو نړیوالو رسنيو دا خبر هم خپور کړی و، چې د طالبانو د سیاسي ډلې ځینې مشران اسلام اباد ته د پاکستاني چارواکو سره د لیدنې له پاره راغلي و، چې مشري یې د طالبانو لوړ پوړي مشر او د مالي برخې مسول ملا عباس ستانکزي کوله.
پاکستاني رسنيو هم دخپلو نوم پټو چارواکو له خولې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ داړېکو جوړېدو خبر ورکړی و.
خو دا ځل د طالبانو سره د خبرو اترو په باب د لومړي ځل لپاره د افغان لوړ پوړي حکومتي چارواکي له لوري پرده پورته شوه.
تېره ورځ سلام وطندار په خپل یو راپور کې دپخواني افغان ډيپلومات دهغې لیکنې جزیات خپارکړي و، چې په کې یې د پاکستان په اړه د اشرف غني د پالیسۍ دملاتړ په برخه کې دعبدالله عبدالله یادونه کړې وه. چې نن يې د و زيرانو په شورا کې دخبرو پر مهال ښکاره کړله.
دعبدالله عبدالله دغه څرګندونې هغه ډلو ته یو ځواب هم دی، طالبانو سره له مذاکراتو ډاريږي او دلیل وايي، چې د تېرو ۱۳ کالو لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي.
داجرايوي رییس دغه څرګندونې په حقیقت کې دهغه پالیسۍ یو څرک را ښايي، چې نوې حکومت د سولې په برخه کې جوړه کړې او هغه میکانزم روښانه کوي، چې له مخې به یې افغان حکومت طالبانو سره د روغې جوړې خبرې کوي.
په همدې لړ کې افغان ولسمشر اشرف غني له جهادي مشرانو، او سیاسي رهبرانو سره هم سلا مشورې پېل کړي دي او تر اوسه یې له زیاتو هغو سره ناستې کړي دي.





