د جاغوري ولسوالۍ ۱۱ اوسېدونکي د وسله والو له خوا وتښتول شول

د غزني ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي سلام وطندار ته وویل، چې دغه ۱۱ تنه پرون له غرمې وروسته د قرباغ ولسوالۍ پر لاره د وسله والو له خوا له موټرو د راښکته کولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدول شوي.

احمدي وايي، چې حکومت تر اوسه پورې د تښتول شویو کسانو د ساتلو د ځای په اړه اطلاعات نه لري.

له بل لوري د جاغوري ولسوال ظفر شریف سلام وطندار ته د پېښې پخلی وکړ او و يې ویل، چې د دغو کسان د خلاصون له پاره یې هڅې پېل کړي دي او تر اوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.

د جاغوري ولسوال وايي، چې له دې مخکې هم د یادې ولسوالۍ دوه مېرمنې او ۴ نارینه د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي و.

یاده دې وي، چې تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت نه دی اخیستی.

تېره ورځ هم د جاغوري ولسوالۍ ۴ تنه اوسېدونکي د وسله والو له خوا لومړي له موټرو نه ښکته او وروسته په ډزو سره ووژل شول.

د دغو وژل شویو کسانو جسدونه د غزني اسفند په دښته کې ومندل او وروسته بیا د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام