
وسله والو طالبانو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په اببازک کلي کې یوه ښځه او نارینه د نامشروع اړیکو په تور یوې صحرايي محکمه کې په ګولیو ویشتلي دي.
د صدیق الله نوم د سیمې یو اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، وژل شوې ښځې او نارینه له یو بل سره هېڅ ډول دوستي نه لرله او دواړه واده شوي وو.
په ورته وخت کې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح پېښه تاییدوي او وايي، پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي دي، چې دغه نارینه او ښځه یې د زنا په "جرم" محاکمه کړي او وژلي دي.





