
په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی نن په یوه غلچکي برید کې د کندهار د شپږمې ناحیې، «مسلم څلورلارې» ته نږدې وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز سلاموطندار ته وویل، نامعلومو وسلهوالو نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی د کندهار ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمه کې وژلی دی.
د معلوماتو له مخې، نوموړی لومړی د موټرسایکل سپرو لهخوا په ډزو ټپي او وروسته يې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخېستی.




