
په غور ولایت کې دوو غیرمسوولو وسلهوالو قوماندانانو ۸ زدهکوونکي یرغمل کړي دي.
د غور ولایت شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې دغه زدهکوونکي تېره ورځ د تذکرو اخیستلو په خاطر له "بندغوک" سیمې "شهرک" ولسوالۍ ته روان وو، چې د غفور او ناصر په نومونو د غیرمسوولو قوماندانانو د کسانو له خوا ونیول شول.
د سیمې اوسېدونکو پر خبره، د دغو قوماندانانو وسلهوالو لومړی زدهکوونکي وهلي او بیا یې د شهرک ولسوالۍ "استوه" سیمې ته وړي دي.
دوی وايي، چې د دغو غیرمسوولو قوماندانانو وسلهوالو د ضیاالدین په نوم یو زدهکوونکی شدید ټپي کړی او د ژورو ټپونو له امله یې په سیمه کې پريښی دی.
د ضیاالدین پلار فضل الحق وايي، چې زوی یې اوسمهال په روغتون کې دی او د روغتیايي حالت یې نازک دی.

د غور ولایت د پولیسو امنیه قوماندانۍ ځای ناستی ضیالدین ثاقب پېښه تاییدوي او وايي، معلومه نه ده، چې دغو غیرمسوولو قوماندانانو څو تنه زده کوونکي تښتولي دي.
ثاقب د دې یرغمل نیولو لامل د غفور او محسن غیر مسوولو قوماندانو تر منځ قومي اختلافات بولي.
خو د دې پېښې په غبرګون کې د تښتول شویو زدهکوونکو کورنیو د مېرمنو په ګډون د قوماندان غفور ۵ پلویان نیولي دي.
د دغو کورنیو یو شمېر غړو له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، تر هغې به دغه ۵ تنه خوشې نه کړي، ترڅو چې د دوی اولادونه راخوشې کړي نه وي.
دغه کورنۍ وايي، چې موضوع یې له امنیتي ځواکونو سره شریکه کړې، خو د امنیتي ځواکونو له خوا هېڅ اقدام نه دی شوی.
د راپورونو پر بنسټ له څو کلونو راهیسې د قوماندان غفور او محسن ترمنځ اختلافونه شته دي، څه وخت کې د دواړو قوماندانانو ترمنځ په نښته کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.





