د کونړ په غاښي کنډو کې پوله‌ساتي ځواکونه له لوږې سره مخ دي

په دې سیمه کې پراته افغان پوله‌ساتي ځواکونه وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پرې خوراکي توکي کم شوي او ایله دومره ور رسېږي چې ځانونه پرې ژوندي وساتي.

غاښی کنډو د کونړ ولایت مرورې ولسوالي له خېبرپښتونخوا او باجوړ ایجنسي سره نښلوي.

د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سرې په جوخته دغې غرنۍ سیمه کې پراته افغان سرتېري شکایت کوي، چې شپږ میاشتې کېږي، چې په دې سیمې کې په دنده بوخت دي. د دوی په خبره، د بدلېدو موده یې هم پخوا پوره شوې؛  خو له دې سیمې ځکه نه شي وتلی، چې دا سیمه دومره خطرناکه ده، چې ممکن وتل ورته په مرګ تمام شي.

د دغو سرتېرو په استازولۍ یو سرتېري د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، دوی اوس مهال په داسې حال کې دي، چې ان پوستو ته یې اوبه او ډوډۍ هم نه ور رسېږي.

دغه سرتېری وايي، که په ورځ ـ دوو کې ورته خوراکي توکي او د څښاک اوبه ونه رسېږي؛ له لوږې به ومري.

نوموړی وویل، په ځلونو یې یاده ستونزه له لوړ پوړویو چارواکیو سره شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې ستونزه نه ده حل شوې.

دغه سرتېری زیاتوي، له یوې خوا خوراکي توکي نه لري، له بلې خوا ډېر وخت د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وي.

د دغې سیمې تقریباً ټولو سرتېرو د وسلې د کمښت خبره نه کوله، خو د خوراکي توکیو د کمښت خبره یې سره همغږې وه.

په ختیځ کې د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان جنرال ولي خان شینواری هم په غاښي کنډو کې د پوله‌ساتو ځواکونو ستونزې مني؛ خو وایي ډېر ‌ژر به د دوی ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي.

په غاښي کنډو کې پر دنده بوخت پوله‌ساتي سرتېري له دفاع وزارته هم غواړي، چې په یاده سیمه کې پر وسله والو کسانو بمبارۍ زیاتې کړي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، دوی هغه سیمې تر هوايي بریدونو لاندې نیسي چې له پورته نه ورته د ویشتو امر شوی وي.

د وزیري په خبره، دا چې هلته د په سرحدي کرښه کې د پاکستاني پولیسو پوستې هم موجودې دي؛ نو ځکه احتیاط کوي، چې په بمباریو کې ډيپلوماټيکي اړیکې زیانمنې نه شي.

یوازې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې پراته پوله‌ساتي ځواکونه د خوراکي توکیو له کمښته شکایت نه کوي؛ بلکې د دې ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د نواپاس کنډو پوله‌ساتي ځواکونه هم وخت ناوخت د خوراکي توکیو او مهماتو له کمښته سر ټکوي، خو چارواکي وایي، ډېر ژر به یې ستونزو ته ځان ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام