په هلمند کې د طالبانو او داعش تر منځ درنه جګړه روانه ده

 په هلمند ولايت کې امنيتي مسولين وايي، چې دغه نښته د طالبانو او اسلامي دولت د غړو ترمنځ د پخوانیو اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې په نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

خو له سيمې څخه یو شمېر سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو له داعش ډلې څخه ځېنې سيمې نیولې دي. 

په هلمند کې د داعش ډلې مشر ملا روف خادم، چې د لومړي ځل له پاره يې په دې ولايت کې د داعش بيرغ اوچت کړ؛ شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د بهرنيو ځواکونو په يو هوايي بريد کې ووژل شو.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي، چې د دوشنبې پر ورځ د دواړو ډلو تر منځ د کجکي په ځېنو سيمو کې جګړه پېښه شوې ده، چې په ترڅ کې يې د داعش ۶ کسان وژل شوي او له دواړو لورو يو شمېر ټپيان شوي هم دي.

هغه وايي، "په دې جګړه کې د بهرنيو کړيو لاس دی، چې اوس يې افغانان په بېلابېلو نومونو په جګړه کې ښکېل کړي دي." 

پاسوال ملاخېل وايي، چې دا جګړه د دولت په ګټه ده، خو د دوی انديښنه دا ده، چې له امله به يې د سيمې عام اوسېدونکي زيانمن او له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په باور دا نښته د هغو اختلافاتو له امله راپیدا شوې، چې له وړاندې د دواړو ډلو ترمنځ موجود وو.

بل پلو د هلمند د ولايتي شورا غړی او د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمجيد اخندزاده هم مني، چې د دواړو ډلو تر منځ شوې جګړه د ټرانسپورټ اوښاروالۍ د عوايدو پرسرراپورته شوې او تر دې مهاله د داعش ډله پر شا تمبول شوې او ځېنې سيمې طالبانو نيولې دي.

د سیمی اوسېدونکي وایي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کجکي کې د داعش فعالیتونه ګړندي شوي دي.

جمعه ګل د سروان کلا اوسېدونکی وايي، چې تر دې دمه په ډېرو سیمو کې داعش ډلې خپل بیرغونه په ډېرو سیمو کې نه دي ځوړند کړي، خو په مشخصو ځایونو کې خپل فعالیتونه کوي.

د جمعه ګل پر خبره، "د دواړو ډلو تر منځ نښتې د سیمې د قاچاقبرو له خوا د ورکړل شوو پیسو پر سر رامنځ ته کېږي."

کجکي د هلمند هغه ولسوالي ده، چې دا مهال په کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو نښتې رامنځ ته کېږي او وخت ناوخت په کې دواړو لورو ته ځاني او زيانونه هم اوړي.

دا لو مړی ځل دی چې د داعش او وسلوالو طالبانو له لوري په شمالي ولسوالیو کې نښته کېږي.

څو میاشتې مخکې هم د هلمند ملي امنیت او امنیې قومندانۍ رسنیو ته داسې سندونه ښکاره کړي وو، چې داعش او وسلوالو طالبانو ډلو پر یو بل د جهاد کولو امر کړی.

په دې اړه تر اوسه دواړو وسله والو ډلو څه نه دي ویلي او نه یې هم د جګړې د رد خبره کړې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام