د بلخ کوچنیانو د کندوز جګړې ځپلو له پاره د عدالت غوښتنه وکړله

ځېنې بلخي کوچنیان ددې ولایت د سولې عالي شورا په دفتر کې نن یکشنبه(د اکتوبر۴مه) ددې له پاره راټول شوي و، چې د کندوز په جګړه کې ځپل شوو او بې ځایه شوو له پاره د عدالت غوښتنه وکړي.

د بلخ ولایت د بېلا بېلو ښوونځيو څخه راټولو شوو دې ماشومانو له طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر مهال کوچنیان په نښه نه کړي او له هغوی دې د ډال په توګه ګټه نه اخلي.

هغوی همدا ډول زیاته کړه، چې حکومت اړ دی د کوچنیانو له پاره په ارامه فضا کې د زدکړو او روزنې زمینه برابره کړي.

د بلخ کوچنیانو د کندوز د جنګ ځپلو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ تېنګار وکړ، چې حکومت باید د طالب اورپکو سره د سولې د خبرو په نوم ددې ډلې د بیا پیاوړي کېدلو لاره هواره نه کړي.

ددې راټولونې یو مسول سید محمد یزدان پرست سلام وطندار ته وویل، چې غواړي، د بلخ او کندوز د کوچنیانو یوالی ښکاره کړي او د حکومت چارواکي خپلو دندو ته زیر کړي.

یزدان پرست وویل، چې په شمال او په ځانګړې توګه کندوز کې جګړه کوچنیان ځپي او دهغوی په ذهن منفي اغیزه کوي.

هغه زیاته کړه؛ حکومت مسول دی چې د ځپل شوو کوچنیانو د روحي ارامتیا له پاره اغیزمن کارونه وکړي.

د یو بل خبر له مخې، د بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او د سمنګان د ولايتي شوراګانو په غونډه کې دخپلو ولایتونو له خلکو وغوښتل شول، چې په ټول قوت د وسله والو طالبانو په خلاف ودريږي.

دا غوښتنه دوی په هغه ناسته کې وکړه، چې په بلخ ولایت کې د ترورېزم، اداري فساد او دنشه يي توکو د قاچاق په خلاف د ګډې مبارزې په اړه جوړه شوې وه.

د بلخ ولایتي شورا رييس محمد ابراهيم خیر اندېش چې ددې ناستې کوربتوب یې کولووویل، چې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډير خراب  او د اندېښنې وړدی، چې په اړه یې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

خیر اندېش دورستيو ستونزو اصلي لامل د ملي یو والي مشران بولي او په حکومت یې د ستونزو پر وړاندې د بې پروایۍ تورن پورې کړ.

په تېرو ۱۴ کلونو کې طالب اورپکو په لومړي ځل وکولی شول، چې د کندوز ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي خو دامنيتي ځواکونو او د ناټو د هوايي مرستې له کبله یې له ۳ ورځو وروسته بېرته ددې ښار ولکه له لاسه ووته.

د راپورونو پر بنسټ، چې په دې جګړه کې زیات شمېر کوچنیان او مېرمنې هم قرباني شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام