فراه کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي

په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې له زیاتېدو وروسته ولایتي شورا نن ورځ (شنبه) په خبري غونډه کې د طالبانو لاس ته د فراه مرکز لوېدو په اړه خبرداری ورکړ. 

د ولایتي شورا غړیو د ځايي چارواکیو مدیریتي کمزورتیا، د مرکزي حکومت نه پاملرنه، د تشکیل او پوځي تجهیزاتو کموالی او د ګاونډیو هېوادو د استخباراتو نفوذ د ناامنیو په تېره د امنیتي ځواکونو درنې مرګ‌ژوبلې لاملونه په ګوته کړل.  

د فراه ولایتي شورا غړی داد الله قانع وایي، د فراه ۵۱۷ لویه لار په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې او سره له دې چې هغوی هره شپه یوه پوسته نیسي خو حکومت هېڅ اقدام نه‌کوي.

د ولایتي شورا د دغه غړي په وینا تېره شپه طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په دیزک سیمه کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژلي دي.

د فراه ولایتي شورا یوبل غړی خیرمحمد نورزی وایي له هغه وخته چې نوی والی راغلی درې ولسوالۍ طالبانو نیولي او د امنیتي ځواکونو ټول تجهیزات د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري د ځايي چارواکیو نا پامي نه مني، خو وایي د امنیتي ځواکونو تشکیل کموالي له امله د امنیتي ځواکونو مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده.

ولایتي شورا له هغه وروسته په فراه ولایت کې د ناامنیو په اړه نیوکه کوي چې له درې ورځو راهیسې نږدې ۳۰ امنیتي کسان د طالبانو ډله‌ییزو بریدونو کې وژل شوي او یو‌شمېر نور ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام