
ولسي وګړي وايي، تېره شپه د ملي امنیت صفر دوه ځانګړې قطعې د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې ۱۶ ملکي وګړي پهکې وژل شويدي.
د شېرزادو ولسوالۍ یو قومي مشر مجید خوږیاڼي سلام وطندار سره اړیکه کې وویل، دا عملیات د یادې ولسوالۍ په ډیسار سیمه کې شوي چې په وژل شویو کې ۵ ماشومان، ۳ سپینږیري او شپونکيان شامل دي.
دی وايي، وژل شویو کې هېڅ وسلهوال کس نهشته.
مجید خوږیاڼی زیاتوي، که حکومت د دغه ډول ړندو عملیاتو مخه ونهنیسي؛ نو ولسي احتجاجونه به راوپاروي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته ویلي، شېرزادو ولسوالۍ کې شوي عملیات د ولایت له همغږۍ پرته شوي؛ خو دوی یې څېړنه پیل کړېده.
هغه د وژل شویو کسانو د شمېر او هویت په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه، چې نور مالومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي امنیت صفر دوه ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو تر څنګ ملکیان په نښه کړي چې د ولسي خلکو غبرګونونونه یې راپارولي دي.





