په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتوالي په اړه اندېښنې

جمعه‌خان کریمي یې نن خاورو ته وسپارلو. ۵۴ کلن کریمي یوه ورځ مخکې د کابل د چهاردهي د چهار‌کلا په پخشک کلا سیمې کې په مرموز ډول ووژل شو.

د نوموړي خپلوان او دوستان د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو زیاتوالي په اړه اندېښنې ښيي او وايي، د امنیت ټینګښت په برخه کې د مسوولانو نه پام د دې لامل شوی چې دوی په وروستیو میاشتیو کې خپل څلور دوستان او خپلوان له لاسه ورکړي.

د جمعه‌خان وراره جان‌محمد وايي، تره یې تېره ورځ ګهیځ وخته د خپلې هټي د توکیو اخېستلو له‌پاره ښار ته روان شو او ګړۍ وروسته یې د ټپي‌کېدو خبر ورکړل شو. د ده په خبره، جمعه‌خان له هېچا سره دوښمني نه لرله.

د بهادرخان سیمې د خلکو وکیل حبیب‌الله بازل وايي، جنايي جرمونه زیات شوي؛ خو پر خلک یې پرخلاف د مبارزې لارې چارې پېژني، که‌چېرې حکومت او وژونکې ډلې فکر وکړي چې له‌دې لارې خلک خاموشه کولی شي؛ اشتباه کوي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام‌وطندار ته وویل، پولیسو په‌دې اړه پلټنې پيل کړې‌دي. هغه وايي، اوس هم په کابل ښار کې امنیتي ستونزې شته؛ خو پولیس یې د مخنیوي به هڅه کې دي.

په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي چې د کابل امنیې قوماندانۍ دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې ۵۰ سلنه د جنايي جرمونو کچه راکمه شوې‌ده.

په ورته وخت کې د کابل د چهاردهي د چهارکلا د پخشک کلا کلي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، تر هغې چې حکومت د دوی غوښتنو ته جدي پام ونه‌کړي؛ له خپلو قانوني او مدني حقوقو نه ګټنه کوي.

وژنې، جنايي جرمونه او وسله‌والې غلاوې یوازې د کابل په پخشک کلا پورې نه خلاصه کېږي، بلکې ټول کابل‌ښاریان دې ګواښ اندېښمن کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام