.jpg)
د فاریاب د ولایتي شورا یوشمېر غړي او مدني فعالان وايي، له مرکز (میمنې) او د څو ولسوالیو مرکزونو پرته د دغه ولایت ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبېګ وايي، د دغه ولایت ۲ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او ۸ نورې هم د قومي مشرانو په منځګړتوب د دولت په واک کې دي. د نوموړي په وینا، که حکومت د فاریاب امنیتي وضعیت ته پام و نهکړي، دغه ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
په همدې حال کې د فاریاب مدني فعالان سیدزینالدین عابدي او شامحمد نجوا هم د دغه ولایت ناسم امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او وايي، حکومت په ولسوالیو کې له خپلو سنګرونو نه د سرتېریو جسدونه رالېږدولی نهشي او پهکار ده چې د فاریاب امنیت ته جدي پام وشي.
بلهخوا د فاریاب والي نقیبالله فایق پر ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د نیوکې ترڅنګ وايي، که څه هم د دغه ولایت ۸۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، خو یاد وزارتونه بیا هم د فاریاب ناسم امنیتي وضعیت ته پام نهکوي.
.jpg)
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکاران د فاریاب ولایت ارزولو په موخه یاد ولایت ته تللي او له اوسېدونکیو سره تر لیدنې وروسته به ولسشمر ته د فاریاب د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.





