تېر ماښام له څلورو خواوو په سلګونو وسله والو طالبانو د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي سلام وطندار ته وویل، چې دغه برید تېر ماښام د (جولای په ۹مه) د شپې ۸ بجې پیل شو.
احمدي وايي، چې د بریدګرو شمېر له ۱۰۰ زیات و او د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
ده زیاته کړه، چې برید نن سهار۴ پای ته ورسېد.
د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې په نښته کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور یې ټپيان شوي دي، خو شمېر یې معلوم نه دی.
د احمدي پر وینا، په دې نښته کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته زیان نه ده رسېدلې.
نوموړي همداراز وویل، چې سیمې ته د اردو، پولیسو او ځانګړو ځواکونو تازه دمي سرتېري تللي او له جګړې پر شاه تمبول شویو طالبانو د تعقیب په لټه کې دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له خوا دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې د تېرې سه شنبې په ورځ افغان حکومت او د طالبانو د ډلې یو شمېر استازو ترمنځ د پاکستان په مري ښار کې د سولې مخامخ خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي پر خبره، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له اختره وروسته په دویمه ناسته کې په ډزبندۍ خبري وشي.
په دغه غونډه کې د چین، امریکا، کویټې شورا، حقاني شبکې استازو او ملا منصور ګډون کړی و.





