د کندوز جنګ شېرخان بندر ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ضرر رسولی دی

د شېرخان بندر د ګمرک مسولان وايي، چې د کندوز پر ښار د وسله والو برید د نورو زیانونو تر څنګ شېرخان بندر ته هم په میلیونونو افغانیو زیان رسولی دی.

د دې بندر رييس شهاب الدین بارور پر وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې د دې بندر په عوایدو کې په بې ساري توګه کموالی راغلی دی او دغه کموالی ۱۶۰ میلیونو افغانیو ته رسېدلی دی.

شېرخان بندر له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي. طالبانو پر کندوز د برید پر مهال د نورو ځایونو تر څنګ شېرخان بندر هم تر یو وخته پورې په خپله ولکه کې ساتلی و. ویل کېږي، چې د کندوز د نښتې له امله شېرخان بندر ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

بارور وویل، چې د کندوز له سقوط نه وروسته د دغه بندر په عوایدو کې د توقع خلاف کموالی راغلی او په احتمالي ډول به یې عواید صفر ته ورسېږي. ډېرو سوداګرو د جنګ پر وخت خپله سرمایه د بندر له لارې بهر ته ولېږدوله او اسمهال په سلو کې ۸۰ سلنه صادرات د افغانستان د نورو بندرونو له لارې وړل کېږي.

د بارور پر وینا، که چېرې د سوداګرو او لویو لارو امنیت ته پام ونه شي؛ ډېر ژر به د دغه بندر ګمرکي نظام له منځه لاړ شي.

د کندوز له سقوط نه وړاندې، هره ورځ د دې بندر له لارې ۱۰۰ سوداګریز کانټنرونه صادرېدل او په شاوخوا ۱۰ هغه به هېواد ته واردېدل. خو اوسمهال د صادرېدونکو کانټنرونو شمېر ۱۰ ته او د واردېدونکو هغو شمېر ۱ یا ۲ ته راټیټ شوی دی.

ملي سوداګر فهمیم رحیمي وايي، چې په هېواد کې امنیتي ستونزو سوداګر اندېښمن کړي دي. هغه د شېرخان بندر د اهمیت په اړه وویل، چې دغه بندر هم د سوداګرو او هم د دولت له پاره بې ساري ګټوره لاره وه، خو اوسمهال د امنیتي ستونزو له امله څوک دې بندر ته لومړیتوب نه ورکوي.

دا به داسې حال کې ده، چې د کندوز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ له کندوزي اوسېدونکو او سوداګرو غواړي، چې د دغه بندر له لارې په هوسا زړه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. هغه وايي، دولت به ډېر ژر له ټول کندوز نه طالبان پاک کړي.

اوس هم د طالبانو اړوند یو شمېر ډلې د کندوز ولایت په ډېرو ولسوالیو کې موجود دي او حتا ځېنې یې په کندوز ښار کې هم لیدل شوې دي. هغه وخت چې ولسمشر غني کندوز ته پر سفر تللی و، طالبانو پرې د وینا پر مهال یو موشک توغولی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام