
د تخار د والي ویاند سنت تیمور وايي چې طالبانو تېره شپه د تخار ولایت په دښتکلا ولسوالۍ کې پر ایخانم بندر ډلهییز برید وکړ او دغه بندر يې ونیولو.
د ده په خبره، طالبانو د بندر له نیولو سره ځینو تاسیساتو ته اور ورته کړ.
د ښاغلي تیمور په وینا، پهدې برید کې ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شويدي.
د تخار د والي ویاند زیاتوي چې طالبانو ۶ امنیتي سرتېري، ۲ رنجرې او یو ټانګ او ځېنې وسلې له ځان سره وړي دي چې یو شمېر نقلیه وسایطو او یو ټانګ ته يې اور ورته کړیدی.

خو د دښتکلا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پر ایخانم بند کمیسارۍ د برید خبر څو ورځې مخکې د خلکو ترمنځ خپور شویو او تېره شپه هم طالبانو د کمیساري ځواکونو خوراکي توکیو یو موټر له ځان سره وړی و.
طالبانو د یوې خبرپانې په خپرولو سره دا خبر تایید کړی او ادعا یې کړې چې ۶ امنیتي سرتېري يې اسیران کړي، ۸ رنجرې او ۳ هاموې ټانګونه هم د دې ډلې لاس ته لوېدلي دي.
نن ولسمشر غني په کابل کې یو خبري غونډې کې له طالبانو سره اوربند پای ته ورسولو او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکړي.





