د زابل- کندهار لویه لاره د ناامنیو په منګولو کې

د زابل – کندهار  پر لویې لاره تلونکي مسافر او موټر چلوونکي شکایت کوي، چي پر دغه لاره ناامني هغه ستونزه ده، چې دوی ورنه سخت په تکلیف دي.

مسافرین او موټر چلوونکي وايي، د ناامنیو ترڅنګ ترې یو شمېر پولیس پیسې غواړي

سردارمحمد هغه ٢٥ کلن څوان دی، چي د قلات په مرکز کې د خوراکي توکو دوکان لري.

نوموړی وايي، د خپل دوکان لپاره سودا د کندهار له ښاره راوړي او په اوونۍ کې درې څلور ځله پر دغه لویه لار سفر کوي.

دده په قول، چې هرځل کندهار ته ځي او یا له کندهاره  کلات ته ځي" نو په زړه يې یو الله خبر وي، چی بیابه کومه پېښې سره مخ شي.

سردار محمد وايي که د وزګارتیا غم نه وای؛ نو دوکانداري به يې لا وختي پرې ایښې وه او په زابل کې به يې خواري کولای.

"که دلته یو سم کار راته پیداشي؛ نو په ۱۰ کاله به هم پردغه لار ولاړنه شم، هره ورځ د سر خطر دی."

محمد ګل اصلا د وردګو ولایت دی، خو د زابل اوکندهار ترمنځ د سپرلۍ موټرچلوي.

نږدې پنځوس کاله عمر لري او وايي، دیرش کاله يې موټر چلولی دی، لیکن دومره نه دی ویرېدلی لکه اوس، چی پردغه لار ویریږي.

محمد ګل وايي، هره ورځ پر لارې جګړې، وسله والو غلو، ماینونو او د وسله والو طالبانو پوښتنو له موټرچلولو بیزاره کړی دی.

 "زه سخت ستړی یم، نور مې یوه ورځ هم پردغه لار موټرچلولو ته زړه نه غواړي، خو څه وکړم سخت مجبوریم اولادونه مي راته ژاړي"

دغه ستونزې په داسې حال کې راپورته کېږي، چی نږدي دوې میاشتې وړاندې پر همدغه سړک ۳۱ تنه مسافرین د مخ پټو وسله والو له خوا برمته شول، چي لا تر اوسه يې برخلیک نا څرګند دی.

د خلکو په خبره، دولت ته په کار ده، چې د دې لاري امنیت ته پاملرنه زیاته کړي او هم په لار کې نړول شوي پلونه او پلچکونه ورغوي.

دوی وايي، طالبان ځکه پلونه او پلچکونه ورانوي، چي د موټرې پرې چپه شي.

د زابل ولایت امنیتي مسولان وايي، که څه هم د هوا په ګرمېدلو سره وسله وال مخالفین خپل فعالیت زیاتوي، خو دوی ژمنه کوي، چې د امنیت راوستلو لپاره هڅې کوي.

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني سلام وطندار ته وویل، د خلکو د ښې ساتنې له پاره يې د زابل په یو شمېر شکمنو سیمو کې عملیات پیل کړي، چې ښې لاسته راوړنې لري.

لیونی زیاتوي، دوی به هغه پولیس چې خلک ځوروي؛ د قانون منګولو ته وسپاري.

د ده په قول، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو ژوند نا ارام کړي.

د زابل د امنیه قوماندان وینا، خلکو ته ډاډ ورکوو، چې نه یواځې دغه لویه لاره، بلکې ټولې لارې به له وسله والو پاکې کړي، چې په مرسته به یې موټرچلوونکي او مسافرین په ارام زړه له یوې سیمي بلې سیمې ته سفر وکړي.

د کابل – کندهار لویه لاره، چې له زابل، غزني او میدان وردګو ولایتونو تېرېږي، اکثره وخت د وسله والو شخړو شاهده وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام