غني: پاکستان دې سويلي اسیا هېوادونو ته لاره راکړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان کولای شي پاکستان ته د خپلې خاورې له لارې اجازه ورکړي، څو دغه هېواد منځني ختيځ ته لاس رسي ولري، خو په وينا يي کابل هم د اسلام اباد څخه ورته غوښتنه لري.

هغه وايي، پاکستان هم باید افغانستان ته د خپلې خاورې له لارې اجازه ورکړي، چې سويل اسیا هېوادونو په ځانګړي توګه هند سره اړيکې ټينګې کړي.

جمهور رییس غني دغه خبرې د پاکستان د سوداګريو وزیر خرم دستګير سره د خبرو اترو پر مهال وکړې.

خرم دستګير وویل، چې له دې وروسته به د افغانستان سوداګرو ته د پاکستان په واګه بندر کې هيڅ ستونزه نه وي او افغان سوداګر کولای شي، چې اوس په اسانۍ سره خپل سوداګریز مالونه صادر او وارد کړي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې د کراچۍ بندر له لارې به هم له دې وروسته افغان سوداګرو ته هيڅ ستونزه نه وي.

خرم دستګير وویل، چې له دې وروسته د افغان  سوداګرو ۹۰ سلنه مالونه به د کراچۍ په بندر کې د ۲۴ څخه ۴۸ ساعتونو پورې پروسس شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزير ولسمشر غني سره د خبرو پرمهال زياته کړه، چې د روان کال جولای میاشت څخه وروسته به په اونۍ کې ۴۰۰ کانټينره افغان تجارتي مالونه د پاکستان د ريل ګاډي پټليو له لارې چمن، کراچۍ او پشاور ته و لېږدول شي.

اخوا بیا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م زېږديز/ اپرېل۱۵ ) پلازمېنه کابل کې د پاکستاني تولیداتو درېیم کېفيت لرونکي نندارتون پرانیستل شو.

په کابل کې د پاکستان سفیر سېد ابرار حسېن وویل، دغه نندارتون د کابل ـ اسلام اباد سوداګریزې اړیکې پیاوړې او دوه اړخیزې کوي.

حسېن د دواړو هېوادونو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ښه والي ټینګار وکړ.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان په دې ناسته کې وویل، چې دا ډول نندارتونو پرانیستل د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو ښه اغیزکولای شي.

نوموړي وویل، چې هېواد يې غواړي د سوداګرۍ، پانګونې، مالي نظام، بنسټیزو تاسیساتو او د ویزو د صادرولو په برخه کې د افغانستان سره پرتې ستونزې حل کړي.

په ورته حال کې د سوداګرۍ وزارت سرپرست مزمل شینواري وویل، چې له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې د دواړو هېوادونو د ستونزو پر حل خبرې کړي دي.

له بله لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د افغانستان او پاکستان سوداګري باید له سياسي موضوعاتو لرې وساتل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولان وايي، له پاکستاني چارواکو سره به د بې کېفیته محصولاتو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

په ورته حال کې یو شمېر ګډونوالو د دا ډول نندارتونونو  پرانیستل د دوی د صنایع د وړاندې کولو په برخه کې اغیزمن بولي.

یاده دې وي، چې په دغه نندارتون کې پاکستاني تولیدات د ۴۰ پاکستاني شرکتونو له خوا په ۶۰ غرفو کې د برېښنا توکي، رنګونه او کیمیایي توکي، د چاپ صنعت، موبل فرنیچر، قالینې او فرشونه، خوراکي توکي، لاسي صنایع، چرمي صنایع، ایمني توکي، منځنۍ بیه لرونکې ډبرې، ماشین الات، پلاستیک، خدمات، مخابرات، دموټر وسایل، درمل او ځینې نور سوداګریز توکي نندارې ته وړاندې شوي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام