
د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې طالبانو د خپل حضور پرمهال ټول دولتي اسناد له منځه وړي، یو شمېر ودانیو ته يې اور ورته او یا يې نړولي دي.
د راپورونو له مخې يواځې د درقد ولسوالۍ د ښاروالۍ په ودانۍ کې، چې په کې د طالبانو د امر باالمعروف دفتر وو، میز او چوکې پاتې دي.
همدغه میزونه او چوکۍ ګانې د طالبانو د شاوخوا دوه نیمو میاشتو د حکومت میراث و.
د تخار ولایت د بیا کتنې څارنوالۍ رییس عبدالمعروف واثق وايي، چې وسله والو طالبانو ټول هغه اسناد، چې د څارنوالۍ، جنايي جرمونو، عامه امنیت او املاک په اړه وو له منځه وړي دي او يواځې هغه اسناد، چې له نورو سيمو درقد ته راغلي او له درې ګونو مرحلو نه دي تېر شوي پاتې دي.

د معروف واثق په خبره له منځه تللي اسناد، ځکه بیرته لاسته نه شي راتلای، چې ددې ادارې څارنوال د درقد د سقوط پرمهال د امو په سیند کې غرق شوی و.
د درقد ولسوالۍ څارنوال عبدالرحمن له طالبانو څخه د تیښتې پرمهال د امو دریاب په اوبو کې غرق شوی، خو سیمه ییز حکومت دغه پيښه له دې مخکې له رسنیو پټه ساتلې وه.
واثق زیاتوي، چې عبدالرحمان کابو ۲۵ کاله په څارنوالۍ کې دنده اجرا کړې وه او د خورا زیاتې تجربې خاوند و.
له بلې خوا د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، ټاکل شوې، چې حکومت په درقد کې د زیانونو د معلومولو له پاره یو پلاوی وټاکي.
د اسیر په وینا په درقد ولسوالۍ کې به حکومتي نظام له صفر څخه پیل کوي.
تیره ورځ درقد ولسولۍ بیرته له طالبانو ونیول شوه.
د تخار والي اعلان وکړ، چې د جګړو له پای ته رسیدو وروسته به په درقد کې د بیا رغونې پروژې پیل شي او په دې ولسوالۍ کې به حکومتي ادارې هم فعالې شي.





