د جاغوري ۷ تنه نور اوسېدونکي هم برمته شول

د غزني ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري سلام وطندار ته وویل، چې نن د (اګست په ۱۳مه) له غرمې وروسته د غزني – جاغوري پر لاره وسله والو کسانو د جاغوري ولسوالۍ ۷ تنه عام وګړي برمته کړي دي.

فقیري وايي، چې وسله والو دغه ۷ تنه عام وګړي، له موټرو راښکته کړي او له ځان سره وړي دي.

د غزني ولایت د امنیت امر اسدالله انصافي هم دا خبر تاييدوي او وايي، چې دغه کسان د قره باغ په سیمه کې وسله والو راښکته کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د جاغوري ولسوال ظفر شریف وايي، چې له دغو کسانو نه یوه ښځه او سپین ږیری راخوشی شوی دی. راخوشي کسان وايي، چې وسله والو ۷ کسه له موټر نه راکوز کړل او له ځان سره یې یوړل.

د راخوشې شوو کسانو په خبره، دغه پېښه له غرمې وروسته، د ماسپښن په ۴ بجو شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې سه شنبې په ورځ په همدې لاره نامعلومو وسله والو ۱۱ تنه عام وګړي برمته کړل او له ځانه سره یې یوړل.

همدارنګه نن وسله والو طالبانو د جاغوري ولسوالۍ ۴ تنه اوسېدونکي اسیر کړي او بیا یې وژلي وو.

تر اوسه هیڅ ډلې د دغو برمته شوو وګړو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام