
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د سولې جرګې غړی عمر داودزي په افغانستان کې د سولې راوستو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې پاکستان په افغانستان کې خپلو ګتو په لټه کې دی او ترهغو چې خپلو موخو ته ونه رسیږي، نو افغانستان هم سولې او ثبات ته نه پريږدي.
نوموړي وویل: "نږدې دوه کاله وړاندې مې د ملي یووالي پر حکومت غږ وکړ، چې دا نسخه چې تاسې اوس کاروﺉ موږ لس کاله مخکې کارولې ده، پایله يې نه درلوده او دا نسخه د پاکستان له لارې په افغانستان کې سولې ټینګښت و."
په همدې حال کې د سولې جرګې یوه بل غړي انورالحق احدي غونډې ته وویل، چې د افغانستان لانجه په جګړې پای ته نه رسیږي او ښکیل لوري باید پر یو میز کیني او د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي.

د احدي پروینا، افغانستان هغې سولې ته اړتیا لري، چې د وطنوالو په غوښته وي او تل پاتې وي.
نوموړي زیاته کړه، هغه لوري چې په دې عقیده دي چې پر جګړه خپلو سیاسي موخو ته رسیږي ناشونې خبره ده.
دغه راز، د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم غونډې ته وویل، چې د سولې عالي شورا تل په جګړه کې له ښکیلو ډلو غوښتي چې د سولې لار خپله کړي.
د سلیم پروینا، اوس له حزب اسلامي او طالبانو سره د خبرو اترو له پاره هیڅ خنډ نه شته او حکومت له هغوی سره خبرو ته چمتو دی.
له دې ټولو سره سره، د سولې جرګې غړي وايي، چې په هیواد کې د سولې ټینګښت په موخه د حامد کرزي واکمنۍ لس کلنې او د ملي یووالي حکومت څه باندې یو نیم کلنې هڅې اغیزمنې نه وې او حکومت باید له طالبانو سره د خبرو اترو نوې کړنلاره خپله کړي.





