د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په برابره شوې رسنیزه غونډه کې که څه هم د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا له وروستیو سفرونو وروسته د رسنیو او ولس د نویو ژمنه شویو زېرو کېدله، خو په غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو پخواني زېري تکرار کړل.
د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا، د زمبابوی په کوربتوب له ایرلینډ سره پلان شوی درې اړخیز کرکټ ټورنمېنټ به د روان زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې وشي.
افغان کرکټ بورډ وړاندې اعلان کړې و، چې دغه درې اړخیز ټورنمېنټ به د روان کال په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي خبریالانو ته وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکو میاشتو کې له ټېسټ لوبډلو سره مصروف مهالوېش ولري.
دغه راز افغان کرکټ بورډ د اوس لپاره یواځې له یوې ټېسټ لوبډلې زمبابوې سره د سیالیو ترسره کولو خبر ورکړ.
ښاغلي ستانکزي وویل، چې افغانستان به په عربي اماراتو کې له زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې سره ۵ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریز لوبې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوی ترمنځ د دغو سیالیو کره نېټه اعلان نه کړه.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر زیاته کړه، چې دا د هېواد او د دویمه درجه هېوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه دویمه درجه لوبډله له ټېسټ لوبډلې سره په خپل مصرف سیالي برابروي.
ویل کېږي، چې د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیز ټورنمېنټ به د زمبابوی په کوربتوب ترسره شي، چې مصرف به یې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې (سپانسر) به الکوزي شرکت پر غاړه وي.
د شفیق الله ستانکزي پر وینا، چې له پاکستان سره به هم د سیالیو د ترسره کولو په موخه د روان کال په وروستۍ میاشت کې د لوبو تړون لاسلیک کړي.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر زیاته کړه، چې د هندوستان له خوا به د افغانستان کرکټ سره د تخنیکي ژمنو لړۍ هم ډېر ژر پیل شي، خو دا چې دا مرسته به څرنګه وي؛ معلومه نه شوه.
تمه کېدله، چې د افغانستان کرکټ بورډ دغه چارواکي به ویسټ انډيز او دغه راز د انګلستان په ګډون سکاټلینډ او ایرلینډ ته د خپل او کرکټ بورډ چیرمین نسیم الله دانش د سفرونو په موخو او لاسته راوړنو هم معلومات ورکړي، خو په دې اړه څه ونه ویل شول.





