د سردار محمد داودخان روغتون ډاکټران: دوی غفلت نه دی کړی، پیوازانو د زېږون ځای ورک کړی و

د سردار محمد داودخان د روغتون مسوول ډاګټران وايي، چې د دغه روغتون په انګړ کې د یوې مور زېږون د دوی د نه کار له امله نه دي شوي، بلکې د ناروغې پیوازانو پر وخت سره د زېږون واټ نه و، موندلی.

د تېرې اونۍ د سه شنبې په شپه یوه حامله مېرمن هغه مهال خپل ماشوم د سردار محمد داودخان د روغتون په انګړ کې د نیا ته راوړ، چې د دغه روغتون د ډاکټرانو له لوري ځواب ورکړل شوی و.

په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د دغه زېږون انځوریزې وېډیو د خلکو او د ناروغې پیوازانو غوسه د ډاکټرانو د نه کار او نه مسوولیت په اړه راوپاروله.

خو په ورته وخت کې د دغه روغتون ډاکټرې رابعه غرشین او د ملي دفاع وزارت چارواکو په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، چې دا یو سوی تفاهم و.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، چې د ناروغې پيوازانو د روغتون دویم منزل ته ورخلتي وو، خو لس ورځې مخکې د دغه روغتون د مېرمنو د زېږون برخه بل ځای ته انتقال شوې وه.

وزیري وايي، چې د دغې مېرمنې مېړه د ملي اردو یو افسر دی او کله چې غوښتل مېرمنه یې د زېږون نوې برخې ته یوسي، ماشوم یې په لاره کې دنیا ته راوړي.

د سردار محمد داودخان روغتون د ملي دفاع وزارت اړوند دی.

د دغه روغتون د چارواکو پر خبره، د دې پښې انځورونه او وېډیو د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوې او د روغتون د ننه څخه رسنیو ته په واک کې ورکړل شوي ده.

د دغې مېرمنې مېړه ډګروال غزیز له حکومت نه وغوښتل، هغه کسان دې سخت مجازات کړي، چې د ده، د مېرمنې انځورنه یې رسنیو ته ورکړي دي.

د دغه روغتون د نظامیانو د روغتیا برخې مسوول عبدالرازق سیاوش وايي، چې په دې اړه یې دوه تنه تورن کسان نیولي دي.

د ازادو رسنیو د څار بنسټ رییس صدیق الله توحیدي سلام وطندار سره په مرکه کې دغه کار د ژورنالیزم د اخلاقو خلاف وباله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام