د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې اوس هم د روخام ډبرې قاچاقيږي

دهلمند خانشین ولسوالۍ، چې له مرکز لښکرګاه ښاره شاوخوا ۲۰۰ کیلو متره لرې پرته ده له تیرو ۱۳ کلونوراهیسې یې پرټولو سیمو دولتي واکمني نه ده ټینګه شوې.

ویل شوي خانشین ولسوالۍ کې د یورانیمو کان سربیره د قیمتي ډبرو کانونه هم شته، چې مهم کان یې د "افغان ګرین سټون" یا روخام ډبره ده.

د خانشین ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې هلته لسګونه شرکتونه د دې قیمتي ډبرې په کیندلو بوخت دي.

د خانشین ولسوالۍ اوسیدونکي محمدګل او جمعه خان وايي، چې په یاده ولسوالۍ کي له تیرو څو کلونوراهیسې دوی ویني چې په ټنونو ټنونو ډبره پاکستان ته په لویو موټرو کي وړل کیږي.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي، یاده سیمه اوس مهال تر بشپړ امنيتي پوښښ لاندې نه ده راغلې، نوځکه خو له یوې خوا د یادو قیمتې ډبرو خپلسرې کیندنې کیږي او له بلې خوا هغه شرکتونه، چې د قیمتي ډبرو د را ایستلو قراردادونه يې کړې په فني او قانوني ډول سره دغه کار نه شي کولی .

د هلمند والي میرزاخان رحیمي سلام وطنداره سره په مرکه کې ومنله، چې د خانشین ولسوالۍ د روخام قیمتي ډبرو کانونو  کې اوس هم په ناقانونه توګه کیندنې اوقاچاق یې دوام لري.

والي وايي، چې  دغو کانونو کې د کیندنو مخینوی له پاره تر دې دمه هیڅ  د پام وړ کار نه دی شوی او په وینا یې یو شمیر زور واکي په خپله خوخښه په کې کیندنې کوي.

د هغه په وينا د کانونو هغه سيمه، چې د دولت په واک کې نه دي ډېر ژر به يې په خپله ولکه کې کړي.

د یاد ولایت والي میرزاخان رحیمي زیاتوي، غواړي  له هغو شرکتونو سره نوي قرار دادونه  وکړي، چې  په اړونده برخه کې  مسلکي کسان او وسایل ولري او له بلې خوا یې د امنیت ټینګښت په موخه هم پر نويو پلانونو کار پیل کړی دی، چې په عملي کولو سره به یې د ناقانونه کیندونو مخه ونیول شي.

 

په هلمند کې د حجاری او نجاري فابریکي ریس محمد لعل کارګر وايي، اوس مهال د روخام د ډبرو له کانونو څخه یوازې په کال کې ۵۰  ټنه ډبره پروسس کوي.

هغه زیاتوي له دې ډبرې څخه ډیری توکي جوړوي او په کور دننه یې پلوري.

د کارګر په خبره ددغو توکو له پاره بهرني بازار نه شته او دا لویه ستونزه ده.

محمد لعل کارګر په خبره دوی هر کال ۵۰ ټنه ډبره راوړي او له هغه څخه لوښې او ځينې نور انتیک شیان جوړوي.

هلمند کې داسې مهال د کانونو د خپلسري کیندنې په اړه خبر ورکول کیږي، چې ویل کیږي له دې کانونو څخه له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې چې جګړه پیل شوې دغه غېر قانوني کار روان دی او د مخنیوي په موخه یې تراوسه د پام وړ کار نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغانستان بیارغانې بهیر ځانګړي پلټونکي یا سیګار ویلي و چې هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د افغانستان قیمتي ډبرې ګاونډیو هیوادو ته قاچاقیږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام